هري پور 06 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي د ب??دياتو پخواني وزير يوسف ايوب خان سره يو ځائ په هري پور كښې د رېلوے سټېشن دوره وكړه او دلته ئې د بېلا بېلو چارو جاج واخستو. په دې موقع د رېلوے سټېشن په ستونزو خبرې وشوې. وفاقي وزير په دې لړ كښې غوښتې منظورې كړې. په دې موقع وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان رېلوے قېمتي زمكه لري، اوس به دا په ليز نه شي وركولې ، په دې زمكه په رېلوے په خپله تعميرات كوي، دې سره به د كروړونو روپو امدن وشي كوم به چې د رېلوے په مل??زمينو او نورو پر??ختيائي چارو خرڅ كولې شي او د محكمې معيار به ښه كولې شي.