اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي په اتفاق قرارداد وړاندې كولو له د اپوزيشن د غوښتنې ملاتړ كوو، بايد په ګډه مخ په وړاندې لاړ شوو . د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په قرارداد خبره كښې وفاقي وزير ووئيل د ختم نبوت او ناموس رسالت ﴿ص﴾ په اړ?? زما او د احسن اقبال جذبات يو شان دي، د پاكستاني په حېث په دې فخر كوم چې كله تېر كال په فرانس كښې د سپكاوي د خاكو پېښه را??ېنځ ته شوه نو په دې تر ټولو موثر غږ د پاكستاني اولس او حكومت لخوا را??خې ته شوے. د دې مثال په اسلامي امت كښې نه موندلے كېږي. ده ووئيل د ناموس رسالت معامله مونږ ټولو لپاره مهمه ده. مو??ږ له به لاره ټاكل وي، په يو بل د بريدونو كولو او د ګاډي ورخېژولو د لارې مو??ږ دا مقصد نه شو ترلاسه كولے او نه په تېر وخت كښې د دې كومه ګټه را??خې ته شوې. ده ووئيل په قرارداد كښې د اپوزيشن په ګډون حكومت هېڅ اعتراض نه لري، بايد مونږ په ګډه مخ په وړاندې لاړ شوو.