اسلام آباد 12 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د کورونا وبا او ماحولياتي بدلون په شان چيلنجونو با??دې قابو موندلو له په ګډه هلو ځلو ته اړتيا ده، د کورونا وبا په نړيواله كچه مخنيوي لپاره دې ويکسي نيشن عمل كښې د پرمختګ كوونكو هېوادونو مرسته وكړې شي، پاکستان د ماحولياتي بدلون له امله زياتو ځپليو هېوادونو كښې شامل دے ، پاکستان د ماحولياتي بدلون په اثرات قا??و موندلو له د 10 اربه اونو نالولو منصوبه پيل كړې ، مونږ د كورونا دريمي چپې سره مخ يو،دې چپې له به هم ماتي وركوو،بايد نړيوا??ه ورورولي دا خبره باوري كړي چې ويکسين هر ځاے ، هر چا له او زر وركړے شي ، د ټيکنالوجي منتقل كولو د لار نه خنډان لرې كړے شي، پرمختللي هېوادونه دې د پيرس لوظنامې ترمخه خپل لوظ پوره كړي، پرمختګ كوونكو هېوادونو څخه غلا شوي اثاثې بايد په سمدستي توګه او په غير مشروط توګه بيرته وركړې شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ د ملګر?? ملتونو د اقتصادي پرمختګ او سماجي کونسل فورم لپاره مالي معاونت خصوصي غونډي ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل دا غونډه د روان كال مهمه غونډه ده ځكه چې نړۍ د كورونا وائرس او په لويه توګه د هغې د سماجي او اقتصادي اثرات سره مخ ده۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د سمارټ لاك ډائون پاليسۍ د لاري د کورونا وائرس په وړومبۍ چپه قا??و موندلے۔ده ووئيل مونږ د ټولني غريبو او بې وسه كسانو مرستي او خپل معيشت بحال ساتلو له 8 اربه روپۍ ريليف پيکيج وركړے ،اوس د بده مرغه مونږ د كورونا دريمي چپي سره مخ يو او انشاء اﷲ مونږ به په دې هم قا??و ومومو۔ده ووئيل بايد نړيوا??ه ورورلي دا خبره باوري كړي چې ويکسين هر ځاے ، هر چا ته او زر ترلاسه شي ، كه داسي ونه شوه نو وبا خپريدې شي ۔ده ووئېل د ويکسين جوړولو عمل بايد تند كړے شي او دې مقصد لپاره د ټيکنالوجي منتقل كولو په لاره كښې ولاړ خنډان لري كړے شي۔ ده ووئيل د ”ويکسين نيشنلزم” او د دې د برآمد په لاره كښې ولاړ خنډان د افسوس وړ دي۔ده ووئيل دا فورم د کووېډ په وجه د رامخې ته كيدونكې کساد بازارۍ مسئلې مخنيوي او د پرمختګ كوونكو هېوادونو بحالۍ لپاره روپۍ وركولو او تر 2030ء كوټلي پرمختيائي اهداف سر كولو په لاره روانولو لپاره د مهمو پريكړو كولو ښه موقع وركوي۔ده ووئيل تير كال اپريل كښې ما قرض كښې د ريليف په اړه د نړيوال اقدام تجويز ??ړا??دې كړے ؤ او دا خبره د خوشحالۍ ده چې جي۔20 د قرض معطل کولو موده زياته كړې۔ وزيراعظم ووئيل سږ كال جنوري كښې يو اين سي ټي اے ډي په غونډه كښې ما په قرض كښې د ريليف او تشکيل نو پشمول پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره بيړني مالي معاونت، ايس ډي آر جوړولو او بيا د سره تقسيم، د پرمختګ كوونكو هېوادونو څخه د روپو غير قانوني منتقل كولو مخنيوي او په لويه توګه رعايتي مالي معاونت وركولو له 5 نکاتي ايجنډا وړا??دې كړي وه۔ ده ووئېل په نوي اېس ډي آرز كښې د 650 اربه ډالره وركولو په اړه د آئي اېم اېف منيجنګ ډائريکټر تجويز ??ركلے كوو او د امريکې، چين، اروپائ ائتلاف او جاپان پشمول لويو شراکت دارو د اړخه د دې مرسته ستائيو