اسلام آباد۔2 اپرېل(اے پی پی)د وزیراعظم د تخفيف غربت او سماجي تحفظ خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې په اح??اس قومی و سماجی ر??سټری سروے كار تند كړے شوے دے۔ د?? اولنۍ كمپيوټرائزډ سروے ده ۔ تر دې دمه 78فیصده اح??اس سروے بشپړ شوې ده او د روان كال جون مياشت كښې به ترسره شي۔ د تخفیف غربت و سماجی تحفظ ډویژن لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې تر دې دمه 65 ضلعو كښې بېلو پړاؤنو كښې سروے بشپړ شوې ده او دا مهال 88 ضلعو كښې د سروے كار روان دے۔ ډاکټر ثانیه نشتر خپل بيان كښې ووئيل اح??اس سروے وېړيا كولې شي او شمېره كوؤنكو ته د كورونو سروے كولو په مهال د كوم فيس اخستو اختيار نشته۔ د?? يوه غېر سياسي سروے ده كومه چې كمپيوټرائزډ طريقې سره كولې شي۔ هغه ووئيل تر دې دمه په مجموعي توګه د 60 ضلعو په هر يو تحصيل كښې رجسټرېشن ډېسك لګولے شوے دے۔ د?? ډېسك د سروے په مهال د پاتې شويو كورنيو اح??اس كښې د درج كولو آساني وركوي