اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر چوهدری فواد حس??ن وئيلي دي چې وفاقی کابینې پريكړه كړي تر څو چې هند د 5 اګست 2019 خپل غیر قانونی اقدامات بدل كړې نه وي ، تر هغه وخت هند سره اړيكي ښه كيدې نشي۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې په غونډه كښې د پرېكړو په اړه ميډيا ته بريفنګ وركولو سره ده ووئيل حكومت هند سره د اړيكو ښه كولو كښې خوښي لري خو دا كشمير په بيعه چرې كېدې ن?? شي۔ ده ووئيل کابینې د خېبرپښتونخوا په ډول وفاقی پايه تخت او ګلګت بلتستان كښې د صحت آسان??و كارډ وركولو پرېكړه كړې ده۔وفاقی وزیر ووئيل کابینې د کورونا ویکسین بيعه 4225 روپۍ مقرر کولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل کابینې د كوم هم داروګانو بيعه كښې زياتوالي نه غیر د 43 داروګانو بيعې ته نظر ثانی کړې ده۔فواد چوهدری ووئيل وزیر اعظم عمران خان ټولو وزارتونو او محکمو ته سپارښتنه كړي چې د سرکاری ملازمانو کارکردګۍ جاج به اخستلې شي۔ده ووئيل د براډشیټ انکوائری کمېشن رپورټ په رڼا كښې کابینې په دې معامله كښې ككړ افسرانو په ضد د قانونی کارروائی کولو پرېكړه كړې۔ فواد چوهدری ووئيل د چينو بحران پیدا کولو كښې ككړې مافیا په ضد به هم کارروائی کولې شي۔ ده ووئيل وزیر اعظم د الیکټرانك ووټنګ مشین ستائنه كړي كومه چې به انتخابی تګلاره كښې شفافیت راوستلو كښې مرستياله وګرځي۔ده ووئيل حکومت دغه مشینونه آزمائشی انتخابات لپاره آزاد جمو او کشمیر انتخابات كښې استعمالول غواړي۔ ده ووئيل دا ن?? شي كيدې چې هند كښې مسلمانان د دويمي درجي وګړي ومنلے شي۔ د مسلمانانو قتل عام کیږي، کشمیري وګړو له د هغوي حقونه وركولې ن?? شي او د دې هر څه باوجود م??نږ او هند خوشحاله پاتي شو نو دا ن?? شي ممكن كيدې۔چوهدری فواد حس??ن ووئيل اوس م??نږ هم هند سره مرسته ،ملګرتيا او معیشت كښې مخ په وړاندې تلل غواړو خو هند له به م??نږ وړومبې شرط منل وي او هغه دا دې چې کشمیر كښې د 5 اګست څخه وړاندي پوزیشن بحال كړي