اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د قبائيلي ضلعو پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ، پرمختيائي پروژې دې زر ترسره كړې شي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د لوړې پاې غونډې مشرۍ كولو په مهال وك??ې. په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيراعلٰي محمود خان ، صوبائي وزير ت??مور سليم جهګړا، چيف سېكرټري ، آئي جي پوليس او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وك??و. په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې وفاقي وزيرانو ډاكټر عبدالحفيظ شېخ، عمر ايوب خان، فېصل واوډا او خاص مرستيال تابش ګوهر هم ګډون كولو. وزيراعظم ته خېبر پښتونخوا ته د وفاق لخوا د برېښنا د آمدن په مد كښې د خالص ګټې او د قبائيلي ضلعو په پېكج بريفنګ وركړے شو. غونډې ته ووئيل شول په بېلا بېلو پروژو تر اوسه 50 اربه روپې خرڅ كړې شوي. وزيراعظم صوبائي ح??ومت ته هدايت وك??و چې د قبائيلي ضلعو پرمختګ ته حكومت پام لرنه وركړي ، پرمختيائي پروژې دې زر ترسره كړې شي. وزيراعظم ووئيل د قبائيلي ضلعو مېړنو وګړو هېواد لپاره لوئې قربانې وركړي، ځكه د دې سيمو پرمختګ ته زمونږ حكومت پام لرنه كوي