اسلام آباد 05 ??رو??ي(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو و فاقي وزير سېنېټر شب??ي فراز وئېلي دي چې په نننۍ ورځ د پا??ستان اولس خپلو كشميريانو وروڼو سره د يو والي څرګندونه كوي او د دې لوظ پخلې كوي چې پا??ستان به د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د دوي سياسي٬سفارتي او اخلافي ملاتړ روان ساتي۔د هند ظلمونو٬پوځ كشۍ او د جبر او استبداد په ضد مونږ خپلو كشميري وروڼو سره يو او دوي سره به تل ولاړ يو۔د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د جمو او كشمير شخړه د تقسيم هند نامكمل ايجنډا ده خو هند په كال 2019م كښې د اګست په پنځمه نېټه يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام كولو سره د ??رو??ۍ د پنځمې نېټې اهميت لا زيات كړې۔ده ووئيل چې بې ګناه او مظلوم كشميرې اولس د تېرو 7 لسيزو نه د هند غېر انساني سلوك سره مخ وو٬اوس د تېرو 18 مياشتو نه پرله پسې پوځي محاصرې٬مواصلاتي بندېزونو او د مېډيا بليك آؤټ پشمول بدتره بندېزونو سره مخ دے او په نړۍ كښې يې مثال نشته۔ده ووئيل چې مهذب ن??ۍ ته به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د دوي جائز حق وركول وي۔وزيراعظم عمران خان كشميريانو سره ولاړ دې او په نړيوالو فورمونو يې د مظلومانو په حق كښې غږ پورته كړی۔ده ووئيل چې پا??ستان به د كشميريانو٬اخلاقي٬سياسي او سفار??ي ملاتړ روان ساتي