د دوه اړخيزه اړيكو او د خليجي هېوادونو ترمېنځه د شخړو هواري لپاره د سفارتي هلو ځلو پحقله د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 07 جنوري(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ مح??ود قرېشي د زيارت په ورځ د قطر خپل همڅنګ مح??د بن عبدالرحمان الاتھاني سره ټېلي فوني تماس نيولے او د خبرو اترو په مهال ئې ورسره د دوه اړخيزه اړيكو او د خليجي هېوادونو ترمېنځه د شخړو هواري لپاره د سفارتي هلو ځلو پحقله د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ خارجه وزيرد ګل?? هېوادونو د شريكو شخړو هواري لپاره د ګل?? رياستونو لخوا د مثبت غبرګون او په سعودي كښې د جي سي سي په كاميابه غونډه د قطر خپل همڅنګ له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې د جي سي سي سمټ 2021 د كاميابۍ نه پس به د خليجي هېوادونو ترمېنځه باور او د مرستې فضاه وده ومومي او په منطقه كښې به د امن او امان صورتحال ښه شي۔ شاہ مح??ود قرېشي ووئيل پاكستان د ګل?? ټول سټېټس سره ښې اړيكې غواړي۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه د پاكستان او قطر ترمېنځه په ګڼ اړخيزه څا??ګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔