اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د بلوچستان په هرنائي سيمه كښې د اېف سي په چېك پوسته د ترهګرې په كارروائې د افسوس څرګندونه ??ول?? سره وئيلي دي چې د اېف سي او وسله والو ځواكونو د ځوانانو پشمول قوم د ترهګرې په ضد جنګ كښې لوئې قربانې وركړې دي، هې??اد دښمن قوتونه د پاكستان غېر مستحكم ??ول?? پلانونه جوړوي، مونږ ته به يو موټې كېدو سره د دې مقابله كول وي، پاكستان د منطقې تر ټولو مهم هې??ا دے، كه د پاكست??ن حالات خراب شول نو په ټوله منطقه به د دې منفي آغېز وشي، نړۍ بايد د هند د ناوړه عزائمو نوټس واخلي. د اتوار په ورځ شخصي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان ډوزيئر او شواهدو سره هند بې نقابه كړے. د ډس انفولېب انكشافات د ټولو په وړاندے دي چې هند د جعلي وېب پاڼو، جعلي اېن جي او ګانو او د جعلي پارلماني ??لو د لارې په پاكستان كښې د اړي ګړي سازشونه كوي. شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان د ترهګرې په ضد جنګ كښې لوئې قربانې وركړې دي، د پاكستان وسله والو ځواكونو ترهګرو ته په ماتې ور??ول?? كښې ډېره كاميابي ترلاسه كړې او زمونږ پوځ اوس هم د هې??اد دښمن عناصرو مقابلې ته تل تيار دے. ده ووئيل چې حكومت خپلې ذمه وارې په ښه ډول ترسره كوي خو چې كله له بهر څخه جارحيت كېږي نو بيا يو موټې كېدو سره مقابله كول وي. هيله ده چې اپوزيشن ګوندونه به د هې??اد غېر مستحكم ??ول?? نه ډډه ??ول?? سره د بهرني جارحيت او د ترهګرو مقابلې لپاره د نېشنل اېكشن پلان جذبه په نظر كښې ساتلو سره مرسته وكړي. خارجه وزير ووئيل چې هند په افغانستان كښې د سولې عمل مخ نيوي لپاره د خنډونو پېدا ??ول?? سره سره په پاكستان كښې عدم استحكام پېدا ??ول?? لپاره سازشونه كوي. هند نه يوازې ترهګرو ته پناه وركوي بلكې هغه سپانسر كوي هم?? بايد نړۍ د دې نوټس واخلي.