اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې اولس ته د هرې ممكنې آسانۍ وركولو لوظ ل??و او دې له هڅې كوؤ۔ د چينيو په بيعه كښې كمي بې وزله اولس ته ريليف وركولو له د وزيراعظم عمران خان د لوظ څرګندونه ده۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې د كورونا باوجود د عمران خان د زيركې تګلارې له امله پاكستان كښې معيشت٬ روزګار او انساني ژوند محفوظ پاتے شو۔ هغه ووئيل سره د چېلنجونو د پاكستان معاشي اشاريې مثبت دي۔ د مالي كال په اولنو شپږ مياشتو كښې ترسيلات زر كښې 27 ف??صد?? ٬ غېر ملكي نېغ په نېغه سرمايه كارۍ كښې 150 ف??صد?? او د سيمنټ په پېداوار كښ?? 17 ????صد?? اضافه شوې ده۔ په نومبر كښې په كار سېل كښې 68 فيصد او دغسې په ټرېكترز او موټر سائيكلز كښې هم ښكاره اضافه وشوه۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت روښانه سباؤن لپاره هڅې كوي۔ كه لوئے څښتن ته منظور وي د پرمختګ دا سفر به هم دغسې روان وي