اسلام آباد۔27 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد پرم??تګ او سوكالي د صنعتي څانګې او كاروباري ډلې پرم??تګ سره تړلې ده۔ د فېصله سازۍ په عمل كښ?? د صنعتكارو وړاندېزونو شاملولو ګټورې نتيجې رامخې ته شوي۔ د صنعتكارو د برآمدات په حقله ستونزې به ډېرې زر لرې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د جمعې په ورځ د صنعتكارو پلاوي سره ملاقات كښ?? وكړه۔ پلاوي كښ?? اعظم فاروق (چراټ سېمنټ)، بشیر علی محمد (ګل احمد)، محمد علی تابه (لکی سیمنټ)، ثاقب شیرازي (هنډا اټلس) فواد مختار (فاطمه فرټیلایزر)، عارف حبیب (عارف حبیب ګروپ لمېټډ) او حسېن داؤد (اېنګرو کارپورېشن) شامل وو۔ په دې موقع وفاقي وزير محمد حماد اظهر، د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد، ډاكټر عبد الحفیظ شېخ او د ډاكټر عشرت حسېن نه علاوه اعلی سركاري چارواكي هم موجود وو۔ پلاوي د تعميراتي څانګې په نګرانۍ كولو د وزیراعظم مننه وكړه۔ پلاوي په حكومتي پالسيو د باور څرګندونې كولو سره د معيشت پياوړتيا له خپل خذمات هم وړاندې كړل۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت كار صنعتونو او كاروباري هلو ځلو ته آسانۍ وركول دي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد پرم??تګ او سوكالي صنعتي څانګې سره تعلق لري۔ هغه ووئيل د فېصله سازۍ په عمل كښ?? د صنعتكارو وړاندېزونو شاملولو مثبتې نتيجې رامخې ته شوي۔ د صنعتكارو د برآمدات په اړه ستونزې به ډېرې زر لرې كړې شي۔ وزیراعظم صنعتکارو څخه د كركيلې څانګه كښ?? جدت راوستلو او د بېلو فصلونو پېداواري صلاحت زياتولو له په لويه كچه د كارپورټ فارمنګ پېل كولو په حقله وړاندېزونه هم وغوښتل