پېښور۔25 اکتوبر(اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وز??ر علي محمد خان وئيلي دي چې د ذخيره اندوزۍ كوؤنكو او د څيزونو ګران خرڅونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د كمېشن او كرپشن دور ختم شوے دے۔ اولس دې د ګرانفروشۍ مخنيوي له انتظاميې سره مرسته وكړي۔ سستا بازارونه لګولو سره به د خپلې خوښې ګراني ختمه شي۔ ددې خيالاتو څرګندون?? هغه د مردان ضلعې تخت بھائي كښې د سستا بازار پرانستې په موقعه راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د مردان ډپټي كمشنر عابد خان وز??ر ٬ اېډيشنل ډپټي كمشنر نېك محمد خان ٬ اسسټنټ كمشنر انيله فهميم ٬ اسسټنټ كمشنر نور زلي خان او د سيمې مشرانو ګډون وكړو۔ وفاقي وز??ر ډپټي كمشنر سره د خوراك څښاك څيزونو بېلو سټالونه معائنه وكړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې علي محمد خان ووئيل چې د وز??راعظم عمران خان په هدايت اولس ته په ارزان نرخ د خوراك څيزونو وركول باوري كولو له د تحصيل په كچه ??نص??ف سستا بازار لګول عملي كړې شوي دي۔ مردان كښې به هم ډېر زر ددې ډول يو بازار پرانسته وكړې شي۔ وفاقی وزیر علی محمد خان اولس ته ريليف او دو??ي ته د خوراك څښاك څيزونه په سركاري نرخ وركول باوري كول له او د ??نص??ف سستا بازار جوړولو له د ضلعي او تحصيل انتظاميه او د اړوندو محكمو ټي اېم اے تخت بھائي كاركردګي وستائله