اسلام آباد ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې ګورنر هاؤس سندھ كښې د لوړې كچې غو??ډه وشوه كومه كښې چې بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كاروباري شخصياتو ګډون وكړو?? غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل هم شريك وو?? غونډه كښې ګډون كوؤنكو كښې ملک ریاض حسېن ، عقیل کریم ډھیډی ، عارف حبیب ، محمود مولوی ، د فاطمه ګروپ فواد مختار، د لیک سټی هولډنګ ګوهر اعجاز، د سیفائر شاهد عبداللہ، د یو اېس ګروپ میاں محمد احسن ، طارق رفیع، احمد تبا او ندیم فېروز شامل وو?? غونډه كښې په راوی سټی او بنډل آئی لېنډ منصوبو بريفنګ وركړے شو?? غونډه كښې سرمايه كارو د وزيراعظم تعميري صنعت لپاره په پورته كړې شويو ګامونو د بشپړه باور څرګندون?? وكړه۔ د غو??ډې په مهال خپلو خبرو كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل راوی سټی او بنډل آئی لېنډ منصوبې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره زړه راكښونكې دي۔ دې منصوبو سره به د روزګار بلها موقعې رامخې ته شي