اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) پاکستان د تل پاتې او پشپړه پرمختګ په لاره روان دے۔ ټولې معاشي اشارې او اوسنې پېشرفت د معيشت بحالۍ ٬ نمو ته وده وركولو ٬ قيمتونو كښې استحكام ٬ زلمو ته روزګار وركولو او د مهمې بنيادي اډانې بيا ودانولو كښې د حكومت مجموعي معاشي كاركردګۍ كښې پياوړتيا په ګوته كوي۔ دا خبره د خزانې وزارت لخوا د آزادۍ ورځې حوالې سر?? په جاري شوي تفصيلي ??يان كښې شوې ده۔ بیان كښې وئيلې شوي دي چې حكومت د مؤثره پالېسي سازۍ او په هدف د اډانه اصلاحاتو د لارې تل پاتې او د بشپړه رفتار ترلاسه كولو مقصد سر?? د معيشت بنيادي اصولو د سمولو عزم لري۔ راپور كښی وئيلي ??وي چې د مالی كال 2020ء په پېل معيشت كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شو۔ چې ورسره بهرنۍ ادائيګۍ ښې ش??ې۔ د حسابات جاريه خساره كمه شوه۔ اېكسچېنج رېټ مستحكم شو۔ د سر??ايه كارو باور زيات شو۔ په ګرانۍ قابو وموندلے شو۔ مالي كال كښې د حسابات جاريه خساره كښی په مجموعي توګه 77.9 فیصده كمې وشو۔ ترسیلات زر د تېر مالي كال په مهال د ریکارډ 23.1 ارب ډالر كچې ته ورسېدل۔ تېر كال هېواد كښی نېغ په نېغه بهرنۍ سر??ايه كارۍ كښې 88 فيصده اضافه وشوه۔ د پاک چین آزادانه تجارت لوظنامې دوهم پړاؤ پېل شو۔ د مالياتي څانګې پياوړتيا له حكومت ګامونه مرستيال ثابت شوي دي۔ تېر مالي كال كښې د اېف بي آر ټېكس محصولاتو كښې د زياتوالي ??رح 4.4 فیصد وه۔ په دې موده كښې د 3998 اربه روپۍ محصولات جمع كړې شول۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې اېف بي آر د كووېډ 19 په سبب د لاك ډاؤن باوجود د هدف مقابله كښې د 91 اربه نه د زياتو روپو ??حصولات جمع كړل۔ د كركيلې څانګې پرمختګ له حكومت قومي زرعي هنګامي پروګرام پېل كړو۔ ددې پروګرام ترسېوري لاندې د 277 اربه روپو ??اليت 13 لويې منصوبې روانې دي۔ وزیراعظم د ریلیف پېکج ترسېوري لاندې یوټېلیټی سټورز کارپورېشن له 10 اربه روپۍ جاري كړې۔ یوټیلیټی سټورز کارپورېشن ته نورې 21 اربه روپۍ جاري كړې ش??ې۔ حكومت يو كروړ 20 لكه كورنيو سر?? فوري مرسته كولو له احساس اېمرجنسی کېش پروګرام پېل كړو۔ دې مقصد لپاره 144 اربه روپۍ بېلې كړې ش??ې۔ احساس اېمرجنسی کېش پروګرام يو كروړ 20 لكه مستحقينو ته د مرستې رسولو هدف ترلاسه كړې دې۔ راپور كښې دا هم وئيلې شوي دي چې دا خبره د يادونې وړ ده چې حكومتي اقدامات او ددې په نتيجه كښی رامخې ته شوې كاميابۍ نړيوالو مالياتي ادارو او په خاص توګه آئي اېم اېف ستائلې دي۔ بلوم برګ پاكستان سټاك ماركيټ ?? نړۍ تر ټولو غوره او تندۍ سر?? پرمختګ كوؤنكو ماركيټونو كښې شامل كړے دے۔ پاکستان کاروبار كښې آسانيو لپاره ?? نړيوال بېنك 2020 رینکنګ كښې 10 هېوادونو كښې شامل دے۔ دې رېنكنګ كښې پاكستان د 28 نقطو ښه كېدو سر?? په 108 م پوزيشن دے۔