اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قر??شي وئيلي دي چې ??کو??ت د كروندګرو مسئلو هواري لپاره خاص ګامونه پورته كوي، اوسنې بجټ به كروندګرو لپاره زېرې وګرځي ۔ دا خبرې ده د كسان اتحاد مركزي صدر خالد محمود کھوکھر سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د زيارت په ورځ وفاقي وزير سره په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع خزانې لپاره پارلماني سېكتر زېن قر??شي هم موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال د کرونا وائرس نړيوالې وباء د صورتحال له مخې كروندګرو ته په رامخې ته شويو ستونزو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د کسان اتحاد صدر خالد محمود کھوکھر ووئيل وباء د كروندګرو مسئلې لا زياتې كړې دي ، م??نږ هيله لرو چې حكومت به په بجټ كښې كروندګرو ته د رامخې ته شوېو مسئلو ازالې لپاره ګامونه پورته كړي۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان يو زرعي هېواد دے او زم??نږ معاشي سوكالي د زراعت څانګې سره تړلې ده، م??نږ د كروندګرو د مسئلو نه خبر يو او ??کو??ت د كروندګرو مسئلو هواري لپاره خاص ګامونه پورته كوي۔ مخدوم شاه محمود قر??شي ووئيل اوسنې بجټ به ان شآء الله كروندګرو لپاره زېرې وګرځي۔ د کسان اتحاد مرکزي صدر خالد محمود کھوکھر د كروندګرو معاشي بهترۍ پلو په خاص پام كولو د وفاقي وزير مننه وكړه