اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د هند حكومت لخوا شخړيزه سيمه كښې د سړك جوړولو پ?? سبب د هند او نيپال ت??مې??ځه كشاله كښې شدت راغلې، د نيپال حکومت د هند په پوله د پوستو او په نورو ځايونو ?? امنيتي ځواكونو په تعيناتۍ كښې د زياتوالي اعلان كړے ۔ د نيپال خارجه وزير پرديپ ګېوالي د ګل په ورځ په هندۍ پولو ?? امنيتي پوستو شمېره كښې د زياتوالي او د نور?? وسله والو د تعيناتۍ اعلان كولو سره ووئيل هيله لرو هند به په كالا پاني منطقه كښې د هر ډول يو اړخيزه اقدام نه ډډه وكړي او په ماضي كښې په سركاري كچه د خبرو اترو په مهال د شوې پرېكړې تر مخه به د “فکسډ بارډر” اصول تسليم كړي۔ د نيپال خارجه وزير هندۍ ورځپاڼې “دي هندو” ته د ټېلي فون د لارې ووئيل د هن?? امنيتي انتظامانو په مقابل كښې زمونږ اړخ ته په پولو د پوستو شمېره كمه ده، دا ??هال مونږ نزدې 120 پوله اېزې پوستې لرو خو پ?? سباٶن كښې به لس نورې پوستې جوړولې شي او ?? امنيتي ځواكونو شمېره به زياتوالې ۔ د يادونې وړ ده تېره ورځ د هند دفاع وزير راجناتھ سنګھ په ليپوليخ دره كښې د يو متنازعه لنك روډ پرانسته كړې وه د كومې په ضد چې د کھټمنډو حكومت لخوا زبردست احتجاجي مظاهره شوې وه۔ د نيپال خارجه وزارت هم د دې سړك جوړولو په سختو ټكو غندنه كولو سره په شخړيزه سيمه كښې سړك جوړول د دواړو هېوادونو ت??مې??ځه د شوې لو ظنامې خلاف ورزي ګرځولې وه