اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) آئي اېم اېف انتظامي ب??رډ د کرونا وائرس وباء مخنيوي هلو ځلو په لړ كښې د نړۍ 25 غريبو هېوادونو لپاره د قرض په ادا كولو كښې د سهولت وركولو منظوري وركړې ۔ د آئي اېم ايف منېجنګ ډائريکټر کرسټالينا جوارګيوا د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي د نړۍ 25 غريبو هېوادونو لپاره د قرض په ادا كولو كښې سهولت وركړې ش??ې خو دغه هېوادونه خپل محدود وسائل د كرونا وباء مخنيوي په هلو ځلو استعمالولې ش??۔ آئي اېم اېف چې كومو هېوادونو ته دا آسانۍ وركړي په ھ??ې كښې زياتره افريقائي هېوادونه دي خو په فهرست كښې افغانستان، يمن، نيپال اوهېټي هم شامل دي ۔ د آئي اېم اېف د انتظامي ب??رډ د پرېكړې له مخې دغې هېوادونو ته د مئي د وړومبۍ نيټې كال 2020 نه تر جون 2021 قرض ادا كولو سهولت وركړې ش??ې۔ په دې لړ كښې مالي معاونت د آئي اېم اېف د افتونو محدود كولو په ضد د جوړ كړي ??يل??ف فنډ (سي سي آر ټي) څخه وركولې ش??۔ د آئي اېم اېف منېجنګ ډائريکټر مرسته كوٶنكو هېوادونو او اېجنسو څخه په فنډ كښې د زياتو عطياتو وركولو نه علاوه د واجب الادا قرض ادا كولو كښې د لږ نه لږ تر دوو كالو د رعايت وركولو غوښتنه هم كړې ده