پېښور ۔23مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا د اعلی وزير د اطلاعاتو صلاكار اجمل خان وزير وئيلي دي د خېبرپختونخوا حکومت صوبه كښې د شاپنګ مالز ٬ ماركيټونو او هوټلو بند ساتلو احكاماتو كښې د ??تو??ر ورځې د روانې مياشتې تر 29 مې نېټې پراختيا كړې ده۔ ددې پرېكړې ترمخه به د فارمېسی، سرې ٬ پېسټی سائډز ٬ کریانه اسټورز ٬ د اوړو چكۍ ٬ د تنور دكانونو ، د پيو دكانونو ٬ آټو ورکشاپس، پټرول پمپس ٬ د غوښې او چرګانو دكانونو ، د مېؤ او سبزو او د خوراك څښاك څيزونو منډيانو نه سوا نور ??ول ماركيټونه او دكانونه بند وي۔ پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل د ضلعو ترمينځھ ټرانسپورټ وړاندې څخه بند وو۔ په ټو??و ضلعو كښې د پبلك ټرانسپورټ بندولو په آپشن هم غور روان دے۔ دغسې د غېر ضروري څيزونو تيارونكې فېكټرۍ به تر ??تو??ر ورځې بندې وي۔ ده ووئيل ډېره غازي خان څخه د زائرينو قافله كے پي له سحر 8 بجې روانه شوې ده۔ په څلورو بسونو مشتمل 132 زائرين پېښور ته راوړلې شي څوك به چې اسلام آباد موټروے انټر چېنج ته نزدې دوران پور ??ښې پوسټ ګرېجوېټ ميډيكل انسټيوټيوټ كښې قرنطين كولې شي۔ دې زائرينو كښې يو د ګلګت بلتستان او نور د خېبر پختونخو بېلو سيمو دي۔ ده ووئيل صوبه كښې تر دې دمه د كورونا 275 كېسو??ه رامخې ته شوي او په 31 كسانو كښې د كورونا تصديق شوې دې۔ د تازه اطلاع له مخې د 85 كسانو د ټېسټ نتيجه منفي راغلې ده۔ اجمل وزیر ووئيل تر دې دمه د ټو??ې صوبې او قبائلي ضلعو هېلتھ پروفیشنلز، سرکاری ادارو او اولسي انګېجمنټ سره اړوندو پروفېشنلز ته يو لك يوويش زره ډسپوزېبل فېس ماسک، 17 زره حساس ماسك ٬ 4 زره 7 سوه سنېټائزرز او نور سامان وركړې شوې دې۔