پېښور ??۔07 مارچ (اے پی پی) خېبرپختونخوا كښې تر دې دمه د ملخانو بريدونو سره فص??ون?? ته كوم زيان رسېدلې نه دې۔ د صوبې په 7 هائي رسك ضلعو كښې د ملخانو پرله پسې څارنې له د كركيلې او ر??لي?? ټولې 55 ډلې شپه او ورځ كار كوي۔ دې مقصد لپاره 24 بېل كېمپونه هم لګولې شوي دي۔ تر دې دمه ځپلې شوې 11754 هېكړه زمكه كليئر كړې ده۔ صوبائي حكومت دې سيمو كښې د بېړې حالت په ځائې كولو سره د فوري نوعيت كارونو له د 50 ملين روپو رقم منظوري هم وركړې ده۔ صوبائي حكومت د ملخانو بريد څخه فص??ون?? ساتلو له لوکسټ سرویلنس اېنډ کنټرول اسټرېټیجی جوړه كړې ده۔ دا خبره ګرد هېواد كښې فص??ون?? د ملخانو بريدونو څخه ساتنې په لړ كښې د صوبائي حكومت لخوا تر دې دمه د پورته كړې شويو ګامونو او د سباؤن تګلارې په اړه بريفنګ كښې وكړې شوه۔ اعلی وزير او دده ډلې د وېډيو كانفرنس د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔ صوبائي حكومت د ملخانو بريدونو فعاله مخنيوي له وفاقي ادارو او نورو صوبو سره د يو فعاله تږلارې ترسېوري لاندې كار كوي