اسلام آباد ۔ 21 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردو?? عاشق اعوان وئيلي دي د پي اېس اېل پرانستې ??ست??رې د رڼاګانو ښار ته نوې ځلا وركړې۔ دا ګ??ړۍ ٬ دا خوشحالۍ او دا رڼاګانې دې قام ته او په خاص توګه كراچۍ ته مبارك وي۔ د ترهګرۍ په ضد ثابت قدم پاتې كېدونكې او قربانۍ وركوؤنكې قوم دا حق لري چې د لوبو مېدانونه ئې آباد وي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل دا د پاكستاني مېړني اولس٬ وسله وال ځواك ٬ پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو ځانګړې قربانيو او مزاحمت نتيجه ده۔ دې ووئيل رناګانې بحال شوي دي٬ ??ېدانونه ښكلې شوي دي او نړيوال ستوري پاكستان ته راغلي دي۔ دې ووئيل بهر څخه راغلې ټولو لوبغاړو ته د زړه د كومي نه هركلې وايم۔