اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپا??ه د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د خبريالانو د حقونو د اعلامي?? په منظورېدو زياته خ??شحالي شوې ده۔ وزيراعظم عمران خان ورکر?? او خواري كښ زړه ته نزدې ساتي۔ دوي ته آسانۍ وركول او دوي ته د دوي حقونه وركولو له به اقدامات جاري ساتو۔ د جمع?? په ورځ خپل ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل 19 كاله پس راتلونكې وېج بورډ اېوارډ د خبريالانو او د دوي د ماشومانو حق دے ۔ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د اتم وېج بورډ اېوارډ د اعلاميې اجراء ما لپاره او د اطلاعاتو وزارت لپا??ه د خوشحالۍ او اطمينان خب??ه ده۔ دې ووئيل ورځپاڼو س??ه د تړون لرونكو خواري كښو د اجرت تعين لپا??ه د اوږدې مودې مطالبه نن الحمد لله ترسره كېږي۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان ورکر?? او خواري كښ په زړه پورې ساتي۔ دې ووئيل وركر?? او خواري كښو ته آسانۍ وركول او دوي ته د دوي حق رسولو لپاره به اقدامات جاري ساتو ۔ د دې نه وړاندې د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې د اتم وېج بورډ اېوارډ د اعلاميې منظوري وركړه