واشنګټن 18 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريكې درې ورځنې مهمه دوره په كاميابې سره ترسره كولو سره هېواد ته رار??ان شو. په امريكا كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد او د سفارت نورو اعلٰی چارواكو خارجه وزير رخصت كړو. د خارجه وزير د امريكې دا دوره په دوو پړاٶونو كښې وه. په وړومبي پړاٶ كښې خارجه وزير نيويارك ??ه لاړو چرته چې ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر، د امنيتي كونسل صدر او د عومي اسم??لۍ مشر سره ملاقاتونه وكړل او هغوي ئې د مقبوضه جمو او كشمير صورتحال او د پاكستان د اندېښنو نه خبر كړل. خارجه وزير د دورې په دوهم پړاٶ كښې د امريكې د سېنېټ مشرانو غړو، خارجه وزير مائيك پومپيو، د امريكې د قومي سلامتيا سلاكار او نورو مهمو شخصياتو سره هم ملاقاتونه وكړل.