اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د بر??ښنا او پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان سره پ??كستان كښې د تركيه سفير احسان مصطفی یرداکل د نهې په ورځ ليدلې دي او ده سره ئې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د توان ??ه اړه د مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ ملاقات كښې په دې خبره سلا راغله چې د تركيه اولس مشر د پاكستان راروانې دورې له به د دواړو هېوادونو ترمينځھ خاص څانګې په ګوته كولې شي دغسې چې د پاكستان او تركيه ترمينځھ په خصوصي توګه د توان ??ه اړه مرستې ته وده وركړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې د توان څانګه تندۍ سره پ??مختګ كوي او د ??جد??د وړ توان دلته بلها موقعې لري او د غېر ملكي سرمايه كارو د لارې مونږ دې څخه استفاده كول غواړو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې پالېسي د منظورۍ پړاؤ څخه تېریږي چې ورسره به نوې سرمايه كاري راشي۔ ده ترك كمپنيو ته پ??كستان كښې د بر??ښنا ??ه اړه د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔ ترک سفیر پاکستان كښې كار كوؤنكو كمپنيو سره په پ??له مرسته كولو د وفاقي وزير مننه وكړه۔ ده ووئيل د تركيه يو شمېر كمپنۍ پاكستان كښی د توان څانګې پرمختګ جاج اخلي او هغوي دلته سرمايه كارۍ كولو له چمتو دي