اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان سره ټېلېفوني تماس ون??ولو او ده سره ئې د آزاد كشمير په بېلو سيمو كښې ?? زلزلې دلاسه په شوي زيان د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن د آزاد كشمير وزيراعظم ته د هر ډول مرستې باور وركړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل اړوند?? ادارې دې په سمدستي توګه ځپليو وګړو سره مرسته كولو ل?? ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل د اولس خبرولو ل?? دې معلوماتي مركزونه او هېلپ لائن جوړ كړې شي او وفاقي او صوبائي حكومت دې آزاد كشمير سره په ګډه د مرستې هلو ځلو كښې ??رخه واخلي۔ د سېنېټ چيئرمېن د زلزلې په نتيجه كښې ?? حق رسېدليو وګړو بخښنې او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه او غمجنيو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ دوهم چیئرمین سناتور سلیم مانډوی والا ، د حكومت ډلې مشر سید شبلی فراز او د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه محمد ظفرالحق هم د زلزلې دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔