اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د امريكې دورې ??ه په راستنېدو تود هركلې څخه معلومېږي چې ورلډ كپ ګټلو سره راستون شوې يم٬ لوظ كوم چې قام به مايوسه نه كړم٬ د پاكستان لوټ كړې شوې پېسه بېرته اخستو سره به په اولس خرڅ كولې شي٬ مونږ له د هېواد ادارې سمو?? دي٬ هغه ورځ لرې ??ه ده چې پاكستان به د نړۍ عظيم هېواد جوړ شي٬ د قام سر به چا ته ټيټېدو له نه وركوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د زيارت شپه د امريكې دورې څخه د ستنېدو په مهال د اسلام آباد په هوائي مېدان د ګوند مشرانو او كاركنانو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په دروند هرك??ي كولو د ټولو كاركنانو مننه كوم٬ ننني هركلي سره مې دا محسوسوله چې ورلډ كپ كښې بريا??ي كېدو سره راغلې يم۔ ده ووئيل لوي څښتن مونږ ته په 27مه روژه د پاكستان ډالۍ راكړې او دا د لوي څښتن خاص هېواد دې او نړۍ كښې دا يوازنې هېواد دې چې د اسلام په نامه جوړ شوې دې۔ ده ووئيل مونږ له دا هېرول نه دي پكار چې مونږ له يو عظيم قوم جوړېد?? دي او مونږ له ھغه قام جوړېد?? دي د كوم خوب چې علامه اقبال او قائداعظم ليدلې ٶ۔ ده ووئيل نه خو به د چا په وړاندې سر ټيټوم او نه به د قام سر د چا په وړاندې ټيټېدو له وركړو۔ ده ووئيل مونږ له خود دار قام جوړېد?? دي٬ حضرت محمدۖ د مدينې رياست د اصولو په بنياد جوړ كړې ٶ ا?? زه دا هڅې كوم چې پاكستان د هغه اصولو له مخې عظيم هېواد جوړ كړم۔ ده ووئيل راتلونكو كښې به پاكستان د سخت حالاتو نه راوباسو٬ غلو او ډاكوانو چې كوم حالات پرېښي ٶ او د دې هېواد ادارو ته ئې زيان رسولې ٬ مونږ له دا سمو?? دي٫ اېف بي آر هم مونږ له سمو?? دي او هېواد پخپلو پښو اودرو?? دي۔ ده ووئيل مونږ له د هېواد دننه پېسه راغونډو?? دي٬ اولس له د څښلو پاكې اوبه وركو?? دي۔ ده ووئيل نړۍ هم د ھغه قام عزت كوي چې خپل عزت كولې شي او د نړۍ په وړاندې د جولۍ خپرونكو عزت نه وي۔ ده ووئيل كه دې غلو او ډاكوانو حكومت نه كولې نو به پاكستان عظيم هېواد جوړ شوې وې۔ ده ووئيل په تېر يو كال كښې مونږ صورتحال ښه كولو لپاره اقدامات كړې دي٬ يو كال وړاندې په ټاكنو كښې اولس مونږ بريا??ي كړي ٶ او پاكستان تحريك انصاف له ئې اقتدار وركړې ٶ۔ ده ووئيل تاسو سره لوظ كوم چې كله به هم تاسو نه مايوسه كوم٬ يو كال د هېواد په سنبهالېدو كښې تېر شو٬ غلو او ډاكوانو پېسه غلا كولو سره بهر رسولې او هېواد كښې قرض دارې او ديواليه كړې د دوي حساب به مونږ كوٶ٬ دوي په زندانونو كښې اچوٶ۔ ده ووئيل امريكې او لويديزې نړۍ سره هم مونږ خبره كړې ده چې د قام چې كومه پېسه غلا شوې ده د ھغې پېسې په بېرته اخستو كښې زمونږ لاس مضبوط كړي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل لوي څښتن پاكستان له هر ډول نعمتونه وربخښلي دي او شايد چې په بل كوم هېواد لوي څښتن دومره كرم كړې وې څومره ئې چې په پاكستان كړې دې۔ ده ووئيل غلو او ډاكوانو چې ادارې ??ه كوم ډول ړنګې كړې دي په ھغوي ئې د غلو د پاسه غله كېښنولي٬ اوس مونږ له دوي سمو?? دي او پاكستان عظيم هېواد جوړو?? دي او ھغه وخت لرې ??ه دې چې هر پاكستانې به شين پاسپورټ سره وځي او په نړۍ كښې به ئې عزت كېږي