لندن 19 جون (اے پي پي) د پ??کس??ان او برتانیې ترمې??ځه تجارتي ٬ كلتوري ٬ تعليمي ٬ د سېلګرۍ او د امنيت چارو پحقله دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو لپاره سلا شوې دي۔ دا اتفاق د شورو په ورځ د شاه محمود قرېشي د برتانيې خپل همڅنګ جېريټي هنټ ترمې??ځه لندن كښې د ملاقات په مهال راغلې۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمې??ځه د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالات څرګندونه شوې ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پ??کس??ان كښې صنعتي انجینئرنګ، مواصلات، توان او د كركيلې په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بهترينې موقعې موجود دي ٬ د برتانيې كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري كولو سره زمونږ مثبت پاليسو څخه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمې??ځه ژورې اړيكې شته او پاكستان دې اړيكو ته په درنه سترګه ګوري ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د پلوامه پېښې نه پس د پاك هند تاٶ تريخوالې كمولو او منطقه كښې امن او استحكام لپاره د برتانيې د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي پ??کس??ان كښې برټش اېئرلائن سروز په بحالۍ د برتانيې د خارجه وزير مننه وكړه ۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمې??ځه د خبرو اترو په مهال په ستراتېژك شراكت دارۍ او د دواړو هېوادونو ترمې??ځه د اعلٰې كچ پلاويو د تګ راتګ پحقله خاص خبرې هم وشوې