اسلام آباد ۔ 2 جون (اے پی پی) دسائنس او ټېكنالوجۍ وفافي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نه خو د ګوند دننه كوم اختلاف شته او نه حكومت چرته روان دې۔ زمونږ د ټولو خبره يوه ده او هغه دا ده چې پا??ستان كښې د جمهوري نظام كاميابۍ له د عمران خان كاميابي ضروري ده۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل لږ پا?? دې وكړې شي چې مونږ سره يو ځائې آزادي ترلا??ه كوؤنكي هېوادونه كوم ځائې ته رسېدلې دي?? په دې موده كښې مونږ نه ضائع څه شول او په لاس مو څه راغلل۔ ده ووئيل سول ادارې تباه دي۔ د كومې هم ادارې جاج چې واخستې شي نو معلومه به شي چې د مېرټ اصولو ته پا?? نه دې شوې او اقربا پرورۍ او سفارش څخه كار اخستې شوې دې۔ ده ووئيل په يو يا دوه كاله كښې په دې ادارو كښې د ښه والي هېڅ امكان ??شت??۔ ده ووئيل وزیراعظم ته رېزه رېزه نظام په لاس راغلې او هغه ددې نظام د اودرولو هڅه كوي