اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي انفارمېشن ټېکنالوجي د كليو او ښارونو تر??ېنځه فرق ختمولو له مهم كردار لوبولې شي٬ د اسلام آباد په سکولونو كښې د ټېكنالوجۍ نظام ښه كولو له هڅې كوٶ۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د غېر سركاري تنظيم سپرنګ تر سېوري لاندې انټرپرېنيور شپ ??ستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل زمونږ ځوانان باصلاحيته دي۔ ده ووئيل په كليو او ښارونو كښې ډېر فرق وي٬ زمونږ د كليوالو استاذ??نو ھغه معيار نشته كوم چې پكار دے۔ ده ووئيل انفارمېشن ټېکنالوجي د كليو او ښارونو تر??ېنځه فرق ختمولو كښې مهم كردار لوبولې شي٬ ټېكنالوجي د استاذ??نو تربيې لپاره كارېدې شي۔ د دې نه وړاندې د ځوان??نو بېلا بېلو ډلو خپل پراجېكټ وړاندې كړل چې پكښې د تربيت يافته استاذ??نو كمې پورا كولو لپاره جوړ كړې سافټ وېئر ٬ لرې پرتو سيمو ته د صحت بنيادي آسانۍ رسولو او د نړيوالو ډاكټر??نو خدمات تر??اسه كولو لپاره سافټ وېئر او د زده كوٶنكو تنظيم “رزق” كوم چې هر ځائ نه خوراك راجمع كولو سره مستحقو خلقو ته رسوي د خپل تنظيم او د كار كولو جديد طريقه كار څخه وفاقي وزير خبر كړو۔ په دې موقع وفاقي وزير د غورې كاركردګۍ په څرګندونه سافټ وېئر كمپنو او انټرپرېنيور شپس له سندونه هم وركړل