اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې په اي سي اېل د اچولې شوو 172 كسانو ??ھ نومونو ??ظرثانۍ لپاره معامله اي سي اېل جائزه كمېټۍ ته لېږلې ده ۔په غونډه كښې اسلام آباد هائي كورټ كښې د درېو ججانو زياتولو٬د غربت ختمولو ادارې يوځاې كولو سره د غربت ختمولو د كوآرډېنېشن كونسل جوړولو٬د ګوړی پھ پیداوار او برآمد د بندېز ختمولو٬د پیښور بي آر ټي لپاره د 123 ملينه يورو قرض٬د تېل او ګاز ډرلنګ لپاره په هيوي مشينرۍ د ايډېشنل كسټم ډيوټۍ ختمولو منظوري وركړی شوې ده٬وفاقي كابينې په كراچۍ كښې د وفاق په فنډ د رغونې او پرمختګ لويو پروژو لپاره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل په مشرۍ كښې د اعلٰی اختياراتي كمېټۍ جوړولو٬د اېف سي بلوچستان د شمالي او جنوبي هېډكوارټرز تشكيل لپاره د 2.81 اربه اجرا او د حوېلو بهادر پاور پروژې پشمول 5 يونټې د نجكارۍ په ترجيحي لسټ كښې د شاملولو او د پروېز خټك په مشرۍ كښې د لينډ بانك تشكيل لپاره د كمېټۍ جوړولو هم منظوري وركړه۔وزيراعظم عمران خان د ګرانۍ نوټس اخستلو سره د ش??ار??اتو ادارې ته هدايت كړی چې هغه د 40 ښارونو او د 76 ??ار??يټونو د مانيټرنګ راپور كابينې ته وړاندې كړي۔د لاكهونو ??ناله سركاري زمكې موثر استعمال لپاره به د پروېز خټك په مشرۍ كښې كمېټي راتلونكې اونۍ د كابينې كمېټۍ ته خپل راپور وړاندې كوي۔د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو ??فاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې د غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ كښې ووئ??ل د كابنې په غونډه كښې وزيراعظم عمران خان د ګرانۍ نوټس اخستې او د سبزيانو٬ميوو او د ضرورت د نورو څيزونو ??ه بيعو كښې استحكام لپاره يې په عملي اقداماتو زور راوړې۔وزيراعظم د ش??ار??اتو ادارې ته هدايت كړې چې هغه په دې لړ كښې يو مكنزم جوړ كړي او په ټول هېواد كښې د لويو ښارونو او منډيانو ??نيټرنګ كولو سره اوونيز راپور وفاقي كابينې ته وړاندې كړي۔د وفاقي كابينې په غونډه كښې د جے آئي ټي په سپارښتنه په اي سي اېل كښې د نومونو اچولو او په دې لړ كښې د سترې محكمې د نظرثانۍ د احكاماتو جاج واخستلې شو۔ده ووئيل په اي سي اېل كښې د نوم اچولو يو طريقه كار وي پھ كوم چې وفاقي كابينې عمل كړې۔د نېب٬اېف آئي اے يا د كومې هم تحقيقاتي ادارې لخوا سپارښتنه كابينې ته لېږلې كېږي۔په دې معامله كښې هم د جے آ ئي ټي پھ سپارښتونو د 172 كسانو ??ومونه په اي سي اېل كښې اچولې شوي٬ ده ووئېل مونږ ډېر مثالونه لرو چې پكښې يو مثال د خزانې وزير اسحاق ډار دې۔د هغه وخت وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په الوتكه كښې تښتېدلې او تراوسه بېرته نه دې راغلې۔په دې معامله بايد شاهد خاقان عباسي ته نوټس وركړی شي چې هغه يو مجرم ته د هېواد نه د تښتېدو لپاره د الوتكې آسانې وركړې ۔ده ووئ??ل د سترې محكمې لخوا په اي سي اېل كښې د اچولې شوو 172 كسانو ??ه نومونو د نظرثانۍ په احكاماتو دا معامله د كورنيو چارو وزارت كښې جوړې شوي اي سي اېل جائزه كمېټۍ ته لېږلې شوې۔راتلونكې مياشت به دا كمېټي خپل وړاندېزونه كابينې ته لېږي چې د كومو وجوهاتو په بنياد د دې خلقو نومونه د اي سي اېل نه لرې كولو لپاره نظرثاني پكار ده۔ وفاقې وزير ووئېل د دې راپور نه پس به حتمي پريكړه كولې شي۔ وفاقي كابينې د نجكارۍ په ترجيحي لسټ كښې د حوېلو بهادر شاه پاور پلانټ د مارډي پېټروليم د پاتې شيئرز خرڅولو٬د لاكړا كول مائنس٬د سروسز انټرنېشنل هوټل لاهور شاملولو منظوري وركړی ده ۔ ده ووئېل د كے اليكټرك د س??ل د كابينې كمېټي جاج اخلي او دا به هم په ترجيحي لسټ كښې شاملولې شي۔وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئ??ل د دفاع وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړی شوې۔د دې كمېټۍ دا ذمه واري ده چې هغه لينډ بينك ته حتمي شكل وركړي او په بېلا بېلو ځايونو ??ښې به زمكه د استعمال جوګه كولې شي۔په دې وخت كښې پھ وفاق كښې 9 زره 442 كناله٬په پنجاب كښې 56 زره كناله او په خېبرپښتونخوا كښې 5 زره 258 كناله زمكه په ګوته كړی شوې۔ده ووئېل د پروېز خټك په مشرۍ كښې كمېټي به راتلونكې اونۍ كابينې ته 150 كناله زمكه نجي څانګې ته د سپارلو په اړه خپل وړاندېزونه وركوي۔ده ووئ??ل د اسلام آباد په هائي كورټ كښې په دې وخت كښې د ستر قاضي پشمول د ججانو ??وله شمېره 7 وه او معاملې جاج اخستلو نه پس وفاقي كابينې پريكړه كړې چې د اسلام آباد په هائي كورټ كښې د درېو ججانو اضافه دې وكړی شي۔اوس به په اسلام آباد هائي كورټ كښې د ججانو شمېره 10 شي۔ده ووئيل پھ دې وخت كښې د غربت ختمولو بېلا بېل پروګرامونه روان دي ٬وزيراعظم عمران خان هم د غربت خاتمې عزم لري۔ده ووئېل د وفاق په كچه بېنظيرانكم سپورټ پروګرام٬پاكستان بېت المال٬زكواة او ع??ر٬?? غربت ختمولو پروګرام٬اولډ اېج بينيفټ آرګنائزېشن (اي او بي آئي)وركرز فنډ٬نېشنل رورل سپورټ پروګرام او په صوبائي كچه صوبائي بېت المال٬زكواة ع??ر٬??وشل ويلفيئر ډيپارټمنټ٬سوشل ويلفيئر اتهارټي او د چائلډ پروټكشن بيورو پشمول بېلا بېلې ادارې كار كوي۔دا ټولې ادارې يوځاې كولو سره د غربت ختمولو كوآرډينېشن كونسل جوړ كړی شوې۔د دې كنوينئره به ډاكټر ثانيه نشتر وي۔دوفاقې وزير ووئ??ل د تېل او ګاز پېداوار لپاره په ډرېلينګ هيوي مشينري اضافي كسټم ډيوټي لګولې شوې كومه چې وفاقي كابينې ختمه كړه۔دې سره به د تېل او ګاز په څانګه كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي۔د اطلعات وزير ووئ??ل د كراچۍ پرمختګ لپاره حكومت ډېر څه كول غواړي ځكه چې كراچۍ٬معاشي مركز دے خو مونږ په او مني ګروپ٬زرداري سسټم٬مراد علي شاه باور نه شو كولې ځكه د ګورنر عمران اسماعيل په مشرۍ كښې اعلٰی اختياراتي كمېټي جوړه كړې شوې چې پكښې به د سندھ د پارليمان غړي او په سندھ اسمبلۍ كښې د اپوزېشن ليډر شامل وي۔ده ووئ??ل د اېف سي بلوچستان شمالي او جنوبي هېډكوارټرز تشكيل لپاره 55 اربه پكار دي٬په وړومبي پړاؤ كښې دې پروژې لپاره 2.1 اربه منظور كړی شوې۔ده ووئ??ل د تكليف خبره دا ده چې د سياچن په سخت موسم او د بلوچستان په سختو غرونو ??ښې مونږ د وطن حفاظت كوونكو ته هغه آسانې ورنه كړې شوې كومې چې وركول پكار وې۔ده ووئيل په تېر وخت كښې د ګوړی په پیداوار او په برآمد بندېز لګولې شوې ؤ ۔د خېبرپښتونخوا د لارې به افغانستان ته د پاكستان ګوړه تلله خو افغان دولت ناڅاپي په ګوړه 20 فيصده ټېكس ولګولو او د دې له امله د ګوړی برآمد او د حكومتي اقداماتو له امله پیداوار كم شو ۔وفاقي كابينې د دې معاملې جاج اخستې او د ګوړی په برآمد او پېداوار لګېدلې بندېز ئې ختم كړې