اسلام آباد ۔ 2 جنوری (اے پی پی) د پاكستان پارلمان تېر كال د فاټا خېبر پختونخوا كښې د ضم كولو د 25 آئيني بدلون بل په ??مول د كارپورېټ سېكټر بحالۍ ٬ د لږ عمره بنديوانو ٬ د كوچنيانو او نرښځيانو حقونو تحفظ ٬ د نوو پوهنتونو جوړولو او د روغتيا او ميرين انشورنس په ??مول د 33 قوانينو منظوري وركړې ده۔ د فاټا ضم كېدو سره د دغه قبائلي سيمو د هېواد په مركزي سياسي او قانون چارو كښې د شاملولو ل??ره هو??ره شوې ده۔ د پارلمان سركاري ريكارډ ترمخه تېر كال پارلمان تر پخوانو قبائلي سيمو د سپريم كورټ او هائي كورټ د سماعت دائرې خپرولو قانون منظوري هم وركړې ۔ په ??عليمي څانګه كښې پارلمان اپرنټس شپ اېکټ، شهید ذولفقارعلی بھټو میډیکل یونیورسټی ترمیمی اېکټ، نېشنل یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټیکنالوجی اېکټ، نېشنل سکل یونیورسټی ا??لام آباد اېکټ،کامسېټس یونیورسټی ا??لام آباد اېکټ، انسټی ټیوټ آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی بهاولپوراېکټ، نېشنل سوک اېجوکیشن کمېشن اېکټ، او د انسټی ټیوټ فارآرټ اېنډ کلچر اېکټ منظوری او د روغتيا په څانګه كښې پارلمان د اسلام آباد هېلت کئېر رېګولېټری ا??ھارټی اېکټ منظوری وركړې ۔ دغسې د كم عمره بنديوانو حقونو تحفظ له د جووینائیل جسټس سسټم اېکټ منظوري هم پارلمان وركړې ۔??ارلېمان تېر كال فېډرل بنک فارکواپرېټو او کواپرېټو بنکنګ سېکټر و هاوس بلډنګ فنانس کارپورېشن (بدلون) ایکټ، د اولس مشر تنخا اومراعات بل، لیګل پرېکټشنرز اېنډ بارکونسل بل، ګېس انفراسټرکچر ډولپمنټ سېس او د برېښنا وېش او رسنې سره د اړوندو بلونو منظوري وركړې ۔ مئي كښې قامي اسمبلۍ د فنانس بل منظوري وركړه او دغسې په ??كتوبر كښې ئې د ضمني ماليات بل منظوري وركړې ده ۔