اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عا??ف علوي وئيلي دي د کتاب كلتور او د لوستې عادت د پرمختللېو هېوادونو په اسلوبو كښې شامل دے ٬ زمونږ په هېواد كښې دا اسلوب خپلو??و ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د نېشنل بك فاٶنډېشن ??څې د قدر وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كښې د نېشنل بك فاٶنډېشن ??خوا د وركړې شوې بريفنګ په مهال كړې۔ په دې موقع د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن وفاقي وزير شفقت محمود هم موجود ٶ۔ اولس مشر ووئيل زده كوٶنكو ٬ استاذانو او عام وګړو ته معياري او آرزانه كتابونه وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل د كتاب د كلتور ودې لپاره د حكومت پشمول د ټولنې ټولو طبقو له به خپل بشپړ كردار لوبول وي۔ اولس مشر د نېشنل بك فاٶنډېشن ??خوا د چلېدونكي موبائل بك شاپ او د دغې د لارې لرې پرتو سيمو كښې د كتابونو نندارتون ستائنه كولو سره ووئيل دا كار يو قامي خدمت دے كوم چې په زړه پورې ډول روان ساتل پكار