اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار عامو خلقو س??ه د ناستې په وخت د دوي د ??تو??زې اورېدو تصوير كمنټ سره په خپل ټويټر اكاؤنټ پوسټ كولو س??ه وئيلي دي چې دا دے نوې پاكستان۔ په دې تصوير كښې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار عام خلقو س??ه د ناستي په وخت د دوي ??تو??زې اورېدلو س??ه ليدل كېدے شي۔ په تصوير كښې درې سپين ږيري مشران وزيراعلٰي سره په يوه صوفه ناست دي او هغه د خپلو ??تو??زو نه خبروي او وزيراعلٰي په خپلو لاسونو كښې د دوي خواست نيولې دے۔ وزيراعظم د پنجاب وزيراعلٰي د عاجزې او عام حلقو س??ه د نزدې روابطو نه متاثر كېدو س???? دا تصوير په خپل ټويټر اكاؤنټ شريك كړے او په خپل ټويټ كښې ئې په تصوير تبصره كولو س??ه وئيلي دي چې دا دے نوې پاكستان- يو تصوير د زر ال??اظ?? نه زيات قدر و قيمت لري۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم عمران خان د حكمران طبقې په شاهانه ژوند او عام وګړو نه د دوي په لرې كېدو په خپلو تقريرونو او بيانونو كښې وار په وار تنقيد كوي او تل ئې په كفايت شعارې٬ سادګې او عام خلقو س??ه په نزدې رابط?? ساتلو زور راوړې۔