اسلام آ??اد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د هاؤسنګ اېنډ وركس وفاقي وزير طارق بشير چيمه وئ??لي دي د هېواد بې وزله او كم آمدن لرونكو ته د 50 لكه كورونو وركولو له’’نیا پاکستان هاؤسنگ پروگرام‘‘په زړه پور?? منصوبه ده۔ دې سره به نه يوازې كم آمدن لرونكو ته د سر سورې وركړې ??ي بلكې پ?? لويه كچه به د روزګار موقعې رامخې ته شي او اقتصادي هلې ځلې به هم زياتې شي۔ دا په بنيادي توګه د نجي څانګ?? منصوبه ده په كومه كښې به چې حكومت مرسته كوي۔ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل نیا پاکستان هاؤسنګ پروګرام په بنيادي توګه د شخصي څانګ?? منصوبه ده۔ په دې كښې به د هاؤسنګ اېنډ ورك وزارت كردار هسې پ?? نامه وي۔ د?? منصوبې لپاره شخصي څانګې له كورونه جوړول دي۔ ځائي او بهرني سرمايه كار به دې كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئېل په دې لړ كښې به دوه اتھارټيز كار كوي يو ’’نیا پاکستان هاؤسنګ اتھارټی‘‘۔ د دې څارنه به وزيراعظم عمران خان پخپله كوي۔ د مالي معاملاتو كتنې له به فنانشل رېګولېټري اتھارټي جوړولې شي۔ ده ووئېل د وزيراعظم د وعدې ترمخه د?? منصوبې سره اړوند ټول كارونه به په 90 ورځو كښې ترسره كولې شي او دې نه وروستو به په منصوبه عملي كار پېل شي۔ ده ووئيل كوم 7 پائلټ ضلعې چې اعلان كړې شوي هغو كښې اسلام آ??اد كښې كار پېل شوې۔ پېپر ورك بشپړولې شي او ډېر زر به په اولس زېرې وكړې شي