اسلام آباد۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چو??دري فواد حسېن وئيلي دي نوې پاكستان هاٶسنګ سكيم اتهارټي به په دوه مياشتو كښې خپل ??ار پېل كړي٬ پاکستان كښې كو?? جوړولو لپاره د بانك نه د موډګېج په بنياد د قرض شرح ګرده نړۍ كښې د ټولو نه ټ??ټه ده٬ د دې سكيم له مخې به زمكه حكومت وركوي او د جوړولو لپاره به په ټ??ټه شرح منافع بانك قرض وركوي۔ د زيارت په ورځ د خبري كفنرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب چو??دري فواد حسېن ووئيل هند كښې يوولس فيصده ٬ امريكا كښې 75 فيصده او پاكستان كښې يوازې 0.5 فيصده خلق د بانك په پور كو?? جوړوي٬ بېلا بېلو هېوادونو كښې كو?? جوړولو لپاره د موډګېج له مخې بانكونو څخه د منافع شرح ډېره زياته ده او په دې تناظر كښې د پاكستان د بانكونو شرح منافع كمه ده او د دې باوجود به هم د نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټي بانكونو سره شرح منافع لا كمولو لپاره خبره كوي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې دا فارموله ده چې خلق د موډګېج په بنياد كو?? جوړولو لپاره قرض اخلي او ورسره ورسره قسطونه جمع كوي خو په پاكستان كښې اپوټه اصول روان وٶ ٬ خلق ټول عمر ګټه كوي او په آخر كښې كو?? جوړوي ٬ حكومت دا فارموله ريورس كړې ده ۔ ده ووئيل ډېر زر به ضلعي هاٶسنګ او اړوند دفترو څخه په 250 روپۍ د سكيم فارم ترلاسه كېدې شي