اسلام آباد 09اکتوبر(اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې كه قومي ادارې په خساره چلېږي نو حكومت ته به نه غوښتلو سره هم د م??بورۍ له امله آئي ??ېم اېف ??ه د تللو پشان تراخه ګوټونه كول وي٬د حكومت چارې چلولو لپاره سږ كال 28 اربه ډالر او قرض ستنولو لپاره 8 اربه ډالر پكار دي٬د آئي ??ېم اېف٬چين٬سعودي او د يو اے اي پشمول د څلور پنځو مالياتي پېكجونو راتلو سره به په پاكستان كښې د ډالر بيعه معمول ته راشي٬حكومت لويې لويې او تراخې پريكړې كړې دي٬ښه وخت پېل كېدونكې دے٬ډېر زر به د دې ??ثب?? آغېز او ګټې په نظر راشي٬ د قامي اسمبلۍ د قواعدو او ضوابطو له مخې په ريكوزېشن د م??لوبه شمېر غړو په لاس ليك د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل كېدې شي۔د ټولې نړۍ د پوسټل سروسز ادارو پشان پاكستان پوسټل سروسز ګټوره اداره جوړولو لپاره دې ټول صلاحيتونه پكار راوستلې شي۔ د پنجاب آئي ??ي د حكومت احكامات په وخت نه عملي كولو له امله لرې كړے شوے٬ بيورو كريسي ته واض?? پېغام وركړے شوے چې كوم افسر كار كوي هغه به په چوكۍ په ځاي پاتې كېږي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ډاك نړيوالې ورځې په مناسبت په پوسټل سټاف كالج كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال او خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پوسټل سروسز سېكتر پير بخش جمالي٬ د پوسټل سروسز ډي جي روبينه طيبه پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د پوسټل سټاف كالج په احاطه كښې د ونو كرلو د كمپائن له مخې بوټې هم نال كړو۔