بيجنګ 12 اګست (اے پي پي) د چين پخواني سفارتكار او د چارچر انسټي ټيوټ سنيئر ريسرچ فېلو چنګ جيانګ وئيلي دي چې د عمران خ??ن لخوا د وزيراعظم په توګه د سوګند پورته كولو نه پس به د پاكستان او چين سدا بهار دوستي او ستراتېژېكي شركت لا قوي شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين په اړيكو كښې به كوم بدلون نه راځي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكې به په سباؤن كښې لا قوي شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د عمران خ??ن په مشرې كښې دريم ګوند په ټاكنو كښې كاميابي ??رل??سه كړې۔ تحريك انصاف د عمران خ??ن په مشرې كښې دې نعرې سره په ټولټاكنو كښې كاميابي ??رل??سه كړې چې هغه به د كرپشن په ضد م??ارزه كوي او اصلاحات به راولي۔ ده ووئيل چې عمران خ??ن ته به خپل لوظونه پوره كولو لپاره سخته خواري كول وي۔ د پاكستان او د هند اړيكو په اړه ده ووئيل چې عمران خ??ن د كاميابې نه پس د دواړو هېوادونو اړيكې معمول ته د راوستلو امېد پېدا كړې او د هند وزيراعظم هم امن او استحكام لپاره د عمران خ??ن د خواهش ستائنه كړې۔ د سي پېك په اړه ده ووئيل چې د پاكستان لوړه اقتصادي شرح په ځائ ساتلو كښې سي پيك مهم كردار ترسره كړې۔ د دې پروژې به نه يوازې اقتصادي ګټه وي بلكې دې سره به د خلقو د ژوند م??يار لوړ شي او سماجي ګټه به هم و??كړي۔ ده ووئيل چې دې پروژې سره پاكستان د توان په مسئله قابو موندلې او هيله ده چې دې پروژې سره به ځائي خلقو لپاره د روزګار 10 لكه موقعې پ??دا شي۔