اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي محمد نو??ز شريف د هند د اتومي چاؤدنو په ځواب كښې اتومي چاؤدنې كولو سره د پاكستان دفاع ټول عمري له مضبوطه كړې۔ ده دا خبره د تكبير ورځې په اړه خپل خصوصي پیغام كښې وكړه كومه چې نن د ګل په ورځ لمانځلې شي۔ ده ووئيل نو??ز شریف د نړۍ ??فرز رد كولو سره د قام په پراخا ګټه كښې پرېكړه وكړه د كومې چې په منطقه كښې د طاقت توازن او استحكام په لړ كښې مثبت اثرات يو شمېر نسلونه ويني۔ كه دغه مهال نو??ز شريف په مړانه د اتومي تجرې كولو پرېكړه ??ړې نه وه نو هند به ډېر وختي د پاكستان په ضد اقدام ??ړې وو۔ ده ووئيل نن هند ته معلومه ده چې د پاكستان په ضد كوم انتهائي اقدام به پخپله د هند د تباهۍ سبب وګ??ځي۔ ځكه هند پاكستان غېر مستحكم كولو له د کلبھوشن یادیو په شكل كښې پاكستان كښې ترهګري خپرولو كښې بوخت دے كومه چې د پاكستان مسلم ليګ نون حكومت او د پاكستان امنيتي ادارو د آپرېشن ضرب عضب د لارې ناكامه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د هند مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې كشميري اولس د زور ظلم او زياتي ٬ د پاكستان په ضد تخريبي كاروايو او د آبي جارحيت پېل ??ړې لړۍ ??ه د سيمې سالميت په لړ كښې خطرناكې نتيجې رامخې كړي۔ ده ووئيل هند مكاري كولو سره يو اړخ ته د روژې مباركه مياشت كښې د كشميري اولس په ضد د رياستي ترهګرۍ بندولو اعلان كوي نو بل اړخ ته د روزانه په بنياد بې ګناه كشميري زلمي شهيدان كوي او په وركنګ باؤنډرۍ ئې د ډزو لړۍ ??وانه ساتلې۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان اولس شعور لري چې كوم سياسي لارښود هېواد د حقيقي خوشحالۍ په لاره روانولو له د سي پېك په ډول سترې منصوبې پېل ??ړې او كومو سياسي مشرانو د تېرو 5 كلونو په مهال يوازې دهرنې ور??ړې او خپلې اثاثې زياتولو له ئې سندھ په كھنډرو كښې بدل كړو۔ ده ووئيل په 25 جولائي به يو وارې بيا د پاكستان اولس ثابت كړي چې هغوي پرمختګ ٬ سوكالۍ او نو??ز شريف سره دي او مسلم ليګ نون به اولس سره په ګډه د دې تاريخ ساز منصوبو ترسره كېدو د لارې پاكستان په معاشي توګه د مضبوط جوړولو سفر بشپړ كړي