پېښور ۔27مئی (اے پی پی) د فاټا ان??ما?? بل صوبائي اسمبلۍ څخه د منظورۍ لار نيولو له د جے يو آئي (ف) لخوا د اتوار په ورځ د تشدد نه ډك لاريون وويستلې شو۔ د پوليس او مظاهرچيانو ترمينځھ دنښتې په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو په شمول يو شمېر مظاهرچيان ژوبل شول۔ د ځينې مظاهرچيانو د كانړو ويشتلو په سبب د لاريون كورېج كوؤنكو ټي وي چېنلز ګاډو ته زيان و??سې??و او ??دغه ټي وي چېنلو عمله هم ژوبل شوه۔ په دې مهال ګڼ شمېر مظاهرچيان ونيولې شول۔ د تفصيلات ترمخه د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) صوبائي اسمبلۍ كښې د فاټا ان??ما?? بل وړاندې كېدو په موقع د احتجاج كولو اعلان كړې وو۔ په دې لړ كښې د جمعيت غړو د اتوار ورځې سهار لس بجې د خېبر پختونخوا اسمبلۍ وړاندې جمع كېدل پېل كړې وو۔ دوئي د اسمبلۍ دروازې وړاندې دھرنا وركړه۔ په دې مهال پوليس چارواكو د مظاهرچينانو مشرانو مفتی عبدالشکور او نورو لارښودو سره مذاكرات وكړل دغسې چې مظاهرچيان پرامن پاتې كړي۔ په دې مهال د جے يو آئي ف مشرانو هم غوښتل چې مظاهرچيان پرامن پاتے شي ولې وخت تېرېدو سره سره د جے يو آئي د غړو رويه كښې تېزي رامخې ته شوه۔ دوئي د اسمبلۍ وړاندې ستره لاره ټائرونه سوزولو سره بنده كړه۔ دوئي د اسمبلۍ دروازې مخې ته ودرېدل او ??ړي به ئې اسمبلۍ ته تلو څخه منع كول۔ دغسې چې غونډه ونه شي۔ ځينې مظاهرچيانو اسمبلۍ ته د ننوتلو هڅه وكړه۔ په دې مهال پوليسو مظاهرچيان منتشر كولو له لاټھي چارج وكړو او ?? اوښوكو بهوؤنكو ګاز ئې وكارولو۔ په دې مظاهرچيان په شا شول او ??وئي په پوليس كاڼري ورول پېل كړل۔ پوليسو مظاهرچيان تنبولو له هوائي ډزې وكړې۔ د پوليس لاټھي چارج په نتيجه كښی ځينې مظاهرچيان ژوبل شول او ?? مظاهرچيانو كانړو ورولو په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار او ?? ميډيا هاؤسز عملې غړي ژوبل شول او ګاډو ته ئې هم زيان و??سې??۔ د پوليس او مظاهرچيانو ترمينځھ شېبه ګھړۍ نښته جاري وه وروستو مظاهرچيان منتشر شول۔