اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم وئيلي دي حكومت به ډېر كلين ګرين انډېكس پېل كړي كوم به چې د پاكستان د ښارونو درجه بندي كوي۔ په اولني پړاؤ كښې به صوبه خېبر پختونخوا او پنجاب څخه 20 ښارونه د دې درجه بندۍ برخه جوړولې شي۔ په بل پړاؤ كښې به د دې دائره د پاكستان نورو ښارونو ته خپرولې شي۔ د دې خ??ال??تو ??رګ??دونه ده د یونیسیف يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د یونیسی?? پلاوي د تاجدین آئلوالے په مشرۍ كښې د موسمياتي بدلون صلاحكار دفتر دوره وكړه او ده سره ئې د كلين ګرين انډېكس په م??مو چارو د خ??ال??تو ??رګ??دونه وكړه۔ پاكستان لپاره د یونیسیف استازي د كلين ګرين انډېكس په لړ كښې د حكومتي منصوبه بندۍ ستائنه كولو سره ووئيل موسمیاتی بدلون او صفائي په يوه درجه كښې ضم كولو له د پاكستان حكومت ګام د تقليد وړ دے۔ دا خبره د يادونې ده د موسمياتي بدلون وزارت كلين ګرين انډېكس د ملګرو ملتونو ادارې يونيسيف او واټر اېډ په مرسته پېل كوي۔ په دې لړ كښې د موسمياتي بدلون او همكارو ادارو ترمينځھ يو شمېر ملاقاتونه شوي۔ د یونیسی?? پلاوي د ښارونو درجه بن??ۍ پروګرام سره سره د کلین ګرین پاکستان موومنټ هم ستائنه وكړه او د خپلې ادارې لخوا ئې د مرستې باور وركړو