اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د سويډن خارجه وزير مارګوټ وال سټروم په مقبوضه کشمير كښې په صورتحال د تشويش څرګندونې سره وئيلي دي د بشري حقونو د خلاف ورزۍ جامع پلټنې او د مقبوضه ج??و و کشمير د شخړې پرېكړه د كشميري اولس د رائے له مخې پكار ده۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د شورو په ورځ خارجه وزير د مخدوم شاه محمود قرېشي او د سويډن خارجه وزير مارګوټ وال سټروم ترمېنځه ټېلي فوني خبرې شوې دي۔ د خبرو په مهال د مقبوضه ج??و و کشمير د خراب صورتحال پشمول منطقه كښې د امن په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېش?? ووئيل د هند په مقبوضه ج??و و کشمير كښې د يو اړخيزه اقداماتو له امله د ټولې ??وئ??لي آسياء امن او امان خطر سره مخ شوې ٬ ده ووئېل په مقبوضه ج??و و کشمير كښې د اګست 5مې نيټې څخ?? د پرله پسې كرفيو له امله ژوند ګران شوې ٬ په مقبوضه سيمه كښې د لاك ډاٶن په سوب مېشته وګړي د داروګانو او خوراك كمې سره مخ دي۔ ده ووئيل د هند په مقبوضه ج??و و کشمير كښې يو اړخيزه اقدامات د نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده٬ ده ووئېل هند د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي ٬ چې له مخې ئې په ??وئ??لي آسياء كښې يوه نوې انساني الميه رامخې ته كېدونكې ده۔ د سويډن خارجه وزير ووئيل مونږ په ټول صورتحال نظر لرلې۔ ده منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره د دواړو ډلو ترمېنځه د تصفيه طلب چارو په سوله ايز ډول د روغې جوړې د لارې د حل كولو په حاجت زور رواړو