سرینګر ۔ 15 اګست (اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري نن د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي چې مقصد ئې نړيوالې ورورولۍ ته دا پېغام وركول د?? چې هغوي د هند غېر قانوني قبضه نه تسليموي۔ د کشمیر میډیا سروس ترمخه د تورې ورځې لمانځلو مقصد د مق??وض?? كشمير خصوصي حېثيت بدلولو له د هند د يو اړخيزه ګام په ضد احتجاج ريكارډ كول د??۔ قابضې انتظامیې نن پرله پسې يوولسمه ورځ هم خلق د هند په ضد لاريونونو ويستلو څخه منع كولو له په ټوله وادۍ كښې سخت كرفيو لګولې او د نورو بندېزونو لړۍ ئې روانه ساتلې۔ قابضې انتظاميې د نرېندر مودي حكومت لخوا د هندي آئين دفعه 370 منسوخ كولو د لارې د جموں وکشمیر خصوصی حېثیت ختمولو سره وادي كشمير كښې سخته کرفیو او بندېزونه لګولي دي۔ منطقه كښې د انټرنیټ او فون سروسز معطل كېدو په نتيجه كښې د مق??وض?? سيمې خلقو بهر نړۍ سره رابطه ختمه شوې ده۔ د 4م اګست شپې څخه دلته ورځپاڼې نه خپرېږي۔ بلخوا د سید ??لی ګیلانی او میر واعظ عمر فاروق په شمول ټول حريت لارښود په كورونو او زندانونو كښې نظر بند دي۔ دغسې د فاروق عبداللہ، عمر عبداللہ ، محبوبه مفتی ، انجینئر رشید ?? سجاد لون او شاہ فېصل په شمول 900 څخه زيات سياسي لارښود حراست كښې دي۔ د سختو بندېزونو دلاسه مق??وض?? سيمه كښې د قحط صورتحال رامخې ته كېږي ولې چې خلق د كوچنيانو خوراك ٬ پيو او د داروګانو په شمول د ضرور?? څيزونو كمي سره مخ دي