اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر او مخالفې ډلې مشر په مشاورت به د كشمیر موجو??ه صورتحال رامخې ته كولو ، د هند ظلم په ډاګه كولو او د ملګرو ملتونو قراردادونو برعكس د كشمیر موجوده حیثیت بدلولو په اړه د آئینی بدلون څخه مختلف هېوادونه خبرولو له مهمو پارلماني ا??ارو او هېوادونو ته د سېنېټ خاص پلاوي د لېږلو پريكړه كړې ده۔ دا پلاوې به امریكې ، روس ، ??ین الاپارلمانی یونین ، اروپائي ا??تلاف او د اسلامی هېوادونو تنظیم او آئی سی ته لېږلې شي د كوم لپاره چې پروګرام مرتب كېږي۔ امریكې ته تلونكې پلاوې به د سېنېټ پخواني چیئرمېن سناتور فاروق حمید نائیك دغسې ده سره به په غړو كښې سناتور نعمان وزیر او سناتور انوار الحق كاكړ شامل وي۔ روس لپاره ترتیب كړې پلاوي مشري به سناتور بیرسټر محمد علی خان سېف كوي او ده سره به په پلاوي كښې سناتوره سسی پلیجو او سناتور ډاك??ر شهزاد وسیم شامل وي۔ د ??ین الا پارلیمانی یونین پلاوي مشري به سناتور ??حس?? عزیز كوي دغسې ده سره په پلاوي كښې سناتور ګیان چند او سناتور آغا شاه زیب درانی شامل وي۔اروپائي ا??تلاف سره رابطو لپاره به سناتور مشاهد حسېن سید د پلاوي مشري كوي دغسې هغه سره په پلاوي كښې سناتور ولید اقبال ، سناتور هلال الرحمان او سناتور سرفراز احمد بګټی شامل وي۔ د اسلامی هېوادونو تنظیم او آئی سی لپاره د پلاوي مشري به سناتور راجه محمد ظفر الحق كوي او هغه سره به پلاوي كښې د سېنېټ پخوانې دوهم چیئرمېن سناتور عبدالغفور حیدری ، سناتور سراج الحق او سناتور حافظ عبدالكریم شامل وي