اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پاکستان او بېلجيم ترمېنځه معاشي، تجارتي او د سېلګرۍ اړيك?? مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده٬ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ غوره موقعو څخه ګټه پورته كول او شريكې مرستې ته لا وده وركړې كېدې شي۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د بېلجيم موده ترسره كوٶنكي سفير فريډرك ورهېډن سره كړې چا چې اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر د بېلجيم سفير د سفارتي خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل د اروپائي ائتلا?? په تناظر او په دوه اړخيزه توګه پاكستان بېلجيم سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ د دوه اړخيزه اړيكو ستائنې كولو سره اولس مشر د معيشت٬ تجارت او سېلګرۍ غوندې څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته وده وركولو لپاره د نورو خبرو اترو پحقله د كمېسون د غونډې رابللو ضرورت هم رامخې ??ه كړو۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه موجوده تجارتې حجم د حقيقي صلاحيت سره سمې نه لري ٬ د پاکستان او بېلجيم ترمېنځه معاشي، تجارتي او د سېلګرۍ اړيك?? مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو پاكستان كښې ?? مثبتو موقعو څخه ګټه پورته كولو سره شريكې مرستې ته وده وركړې كېدې شي۔ اولس مشر موده ترسره كوٶنكي سفير لپاره د نېكو هيلو څ??ګن??ونه كولو سره د دوه اړخيزه اړيكو په وده كښې د سفير د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ سفير په مېلمستياﺀ او پاكستان كښې د سفارتي مودې په مهال په مرسته كولو د پاكستان حكومت او اولس مننه وكړه۔ ده په دې موقع د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان د قربانيو هم ستائنه وكړه۔)ګ ل/ض