اسلام آباد ۔ 01 مارچ(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د منطقې په روانه وضعه كښې د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو د ت??كيه او ترك اولس مننه كوو۔ پا??ستان او تركيه ټول عمري د يو بل مرسته كړې ده۔ پا??ستان به د رېلوے پرمختګ ??ه د ت??كيه تجربو څخه استفاده كوي۔ پاكستان كښې د ت??كيه سفير احسان مصطفی يرداكل سره د جمعې په ورځ ملاقات كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل مونږ خوښي لرو چې د ت??ك اولس مشر طيب اردګان د پاكستان دورې په مهال د پاكستان او تركيه ترمينځه د رېلوے څانګه كښې همكارۍ له هم عملي ګامونه پورته كړې شي۔ وفاقي وزير د ت??كيه رېل كمپنيو ته د اېم اېل ii او iii کوئټه زاهدان او تفتان ( ایران) رېل لائن اپ ګرېډېشن كښې د همكارۍ بلنه وركولو سره ووئيل ترکيه دې د رسالپور لوکو موټو فېکټرۍ كښې همكاري وكړي۔ پاكستان رېلوے به ورسره هر ډول مرسته كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د منطقې په روانه وضعه كښې د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو د ت??كيه او ترك اولس مننه كوو۔ پا??ستان او تركيه ټول عمري د يو بل مرسته كړې ده۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د ت??كيه سفير ووئيل ترکيه او پاكستان ملګري هېوادونه دي او دواړه هېوادونه په بېلو څانګو كښې د يو بل مرسته كوي۔ ده وئيل تركيه پاكستان سره د هاؤسنګ، سېلګرۍ او ان??راسټركچر وده كښې د مرستې كولو او دې څانګو كښې د همكارۍ صلاحيت لري