پیښور 10 جنوري (اے پي پي)د قامي وطن ګوند مركزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ په افغانستان كښې ا??ن لپاره د ټولو ډلو په شموليت زور راوړولو سره حكومت څخه غوښتنه وكړه چې د ګاونډي اسلامي هېواد اس??حك??م او ا??ن لپاره خپل كردار ادا كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د افغان حكومت يو استازي پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه۔پلاوي د افغان اولس مشر اشرف غني خاص مرستيال محمد عمر داؤدزئي په مشرۍ كښې آفتاب احمد خان شېرپاؤ سره په اسلام آباد كښې د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔پلاوي سره د خبرو په مهال آفتاب احمد خان شېرپاؤ د افغان مسئلې حل لپاره د خپل ګوند دريځ پخلې كولو سره وئېلي دي چې قامي وطن ګوند په افغانستان كښې ا??ن لپاره خپل كردار ادا كړې۔ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او ټول سياسي ګوندونه د افغان مصالحتي عمل په اړه په يو پېج دي دغسې چې د افغانانو ستونزې ختمې كړې شي۔ده ووئيل چې ترهه ګري د منطقې ا??ن لپاره يوه نازكه مسئله ده٬د دې مسئلې حل لپاره جامع اقدامات د وخت مهم ضرورت دې۔د افغان ا??ن لپاره د روانو خبرو اترو هركلې كولو سره ده ووئيل چې په افغانستان كښې د ا??ن لپاره يوه ښه موقع ده ځكه دا عمل تر خپل منطقي انجام رسول پكار دي۔ده اندېښنه څرګنده كړه چې امن مذاكرات په خپلو مقصدونو ترلاسه كولو كښې ناكام كېدې شي كه په دې عمل كښې د افغان حكومت شامل نه كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او افغانستان اولس د ترهه ګرۍ له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي دي٬ځكه دا مسئله په سمدستي توګه حل كول پكار دي۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل چې د پاكستان امن د افغانستان اس??حك??م سره تړلې دې ځكه ا??ن لپاره د هڅو تند كولو ضرورت دې دغسې چې په منطقه كښې امن٬پرمختګ او د خوشحالۍ لاره هواره كړې شي