اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وز??ر اسد عمر وئيلي دي چې پېداوار او برآمدات زياتول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬ خارجي سرمايه كار راغب كولو لپاره ښه چاپېريال وركوٶ٬ د روزګار موقعې پېدا كولو او تجارت ته خاص پام ګرځولې شوې دې٬ بهر هېواد كښې د پاكستان سفارتكار دې تجارت كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره كردار ولوبوي۔۔ وفاقي وز??ر دا خبرې د زيارت ??ه ورځ د معاشي سفارتكارے په اړه دوه ورځني كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د خزانې وز??ر اسد عمر ٬ د وز??راعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، ممهو هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو ٬ نجي او سركاري څانګې او د حكومتي ادارو نمائندګانو او نورو لوړو پوري هم موجود وو۔ د خزانې وز??ر ووئيل مونږ له د معيشت بهترۍ لپاره رامخې ته خنډان لرې كول دي٬ واك ترلاسه كولو سره مونږ د ادائيګو عدم توازن سره مخ شوې ٶ۔ ده ووئيل روزګار ٬ سرمايه كاري او د ملازمتونو موقعې وړومبۍ ترجيح ده ٬ مونږ له د بې روزګارۍ خاتمه او د ملازمتونو موقعو لپاره د هنر مندۍ ودې ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل دا تاثر سم نه دے چې پاكستان يوازې د چين كمپنو سره كار كول غواړي٬ مونږ د لوېديز هېوادونو او د جاپان پشمول د نورو هېوادونو د سرمايه كارۍ هركلے كوٶ۔ ده ووئيل قطر، سعودی عرب، ابوظهبی، ما??يزيا او د سنګاپور غوندې هېوادونه پاكستان كښې د اربونو ډالرو په سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري۔ په دې موقع د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد ووئيل مونږ له به د تحقيق په څانګه كښې ټېكنالوجي كارول وي٬ د برآمداتو ودې لپاره به د انجینئرنګ او کېمیکلز پشمول نورو څانګو څخه ګټه پورته كول وي٬ مونږ له به د برآمدا??و زياتولو لپاره نوې منډۍ لټول وي۔ ده ووئيل د پاكستان سفارتخانې دې د تجارت ودې او برآمدا??و زياتولو لپاره خپل كوټلې كردار ولوبوي