اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي افغان اولس مشر اشرف غني سره د ګل په ورځ په كابل كښې ملاقات وكړو۔ د بهرنيو چارو وزير د څلور ملكي دورې په وړومبي پړاؤ كښې د ګل په سهار كابل ته رسېدلې۔ د خارجه دفتر وياند په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د ملاقات په مهال د بهرنيو چارو وزير سره د بهرنيو چارو سېكتره او ?? بهرنيو چارو د وزرات اعلٰي چارواك?? هم موجود وو۔ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو او په قومي او ??يمه ايز صورتحال خب??ې وشوې۔ د بهرنيو چارو وزير د ګل په سهار د افغانستان ٬ اېران٬ چين او ??وسيې په د??ې ورځنې دوره د اسلام آباد نه روان شوے د كوم مقصد چح د دې هېوادونو مشرانو سره د پاكستان په اړيكو خبرې كول دي چې دغسې دوي سره په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كړې شي۔ د دې څخه وړاندې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره د پلاوو په كچه مذاكرات وكړل۔ د مذاكراتو په مهال دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو٬ د افغانستان په پرمختګ٬ خوشحالې٬ په افغانستان كښې د امن و امان په صورتحال او ?? مذاكراتو عمل پشمول د دواړو هېوادونو په تجارتي او ??قتصادي روابطو زياتولو خب??ې وشوې۔ د خارجه دفتر بيان له ??خې د خپلې دورې په مهال به د بهرنيو چارو وزير د دې هېوادونو لوړ رتبه چارواكو سره د پاكستان اړيكې په ټېنګولو خبرې كوي۔ هغه به دې هېوادونو سره په تندې سره په بدلېدونكي سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبرې كوي۔ د ملاقاتونو په مهال به په افغانستان كښې په امن او ?? مذاكراتو په دې وروستيو هڅو هم خبرې كولې شي۔ د وزيراعظم عمران خان د وژن عملدرآمد له ??خې پاكستان خپلو ګاونډيانو او ?? منطقې نورو هېوادونو سره شريكې اړيكې پراخا كول او مستحكم كول غواړي چې دغسې سيمه ايزه مرسته او په خاص توګه د خلقو خلقو سره روابط او ??قتصادي روابط زيات كړے شي