اسلام آباد ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) پاكستان مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په پرامن احتجاج كوؤنكو د ډزو په نتيجه ك??ې د 14 بې ګناه كشميري وګ??و شهادت پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې د رياستي ترهګرۍ او د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو مخنيوي له د ملګرو ملتونو د پلټنيو مشن جوړول ضروري دي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند خپ?? يو ټويټ كښې مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا پلوامه ك??ی په پرامن احتجاج كوؤنكو كشميري وګرو د ډزو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه د كومو په نتيجه ك??ې چی 14 كشميري وګ??ي شهيد او 200 څخه زيات ژوبل شول۔ وياند ووئيل چې د 18 مياشتو ماشومې حبه بصارت څخه محرومولو او 14 كلن ماشوم وژلو سره هند روزانه په بشري حقونو پسې خندا كوي۔ وياند غوښتنه وكړه چې مقبوضه كشمير كښې د رياستي ترهګرۍ او د بشري حقونو خلاف ورزيو فوري مخنيوي له د ملګرو ملتونو د پلټنيو مشن جوړولو ته اړتيا ده۔