اسلام آباد 20 ستمبر (اے پی پی) خارج?? وزير شاہ محمود قریشی د وزیر اعظم عمران خان دورې په مهال په ميلمستيا كولو د سعودی عرب او متحدہ عرب امارات مننه وكړه۔ خارج?? وزير شاہ محمود قریشی څوك چې د دورې په مهال د وزیر اعظم سره ملګرې ؤ هېواد ته راستنيدو نه پس د زيارت په ورځ په خپل ټویټ پیغام كښې د خپلو نيكو هيلو څرګندونه كړې۔ خارج?? وزير په خاص توګه د سعودی فرمانروا شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود مننه وكړه چا چې پلاوي له خانه کعبې او د رسولؐ روضې ته د داخليدو موقع وركړه۔ ده ووئيل ” زه د خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود مننه كوم چا چې مونږ له عزت راكړې او خانه کعبې او د رسولؐ روضې ته د داخليدو خاص موقع ئې راكره” ۔ شاہ محمود قریشی ??وئيل د روانې مياشت په آخر كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د سعودی خپل همڅنګ سره ملاقات ته سترګې په لار يم۔ده ووئيل مونږ يو بل سره قوي اړيكې لرو او دا اړيكې په شريكه مرس??ه او ورورولۍ اډانه دي۔ ده ووئيل زه د سعودی خارج?? وزير عادل الجبیر سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع خپلو اوسنو خبرو اترو مخ پھ وړاندې بوتللو خوښې لرم۔ خارج?? وزير د ابو ظهبی ولی عهد محمد بن زید النیهان په روایتی ميلمستيا د هغ?? مننه وكړه ۔ ده ووئيل متحدہ عرب امارات نه يواځې زمونږ مهم تجارتی اود سرمایه کارۍ شراکت دار دې بلکه د پاکستان اولس په خپلو زړونو كښې د متحدہ عرب امارات لپاره خاص ميينه لري او متحدہ عرب امارات د پاکستان د کرکټ دويم كور دې۔