اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د اطلاعات ٬ خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي وفاقي كابينې د سل ورځني پلان د پېشرف جاج اخستو سره د يو كروړ نوكرو او د 50 لكه كورنو جوړو??و ٬ په وراثت كښې د مېرمنو برخه باوري كولو لپاره په ديواني قوانينو كښې بدلون٬ د فاټا انضمام عمل لا ګړندې كو??و ٬ د سي پېك منصوبې جاج اخستو ٬ د نېب قوانين لا موثره كولو او د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ كښې بدلون لپاره ټاسك فورس جوړ كړے دے ٬ د اربونو روپو په مني لانډرنګ كښې په ښكاره توګه ككړ د نېشنل بانك صدر سعید احمد خان د چوكۍ نه اخوا كو??و ٬ خالق داد لك د نېكټا مشر غوره كولو م??ظوري ٬ د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو پحقله سياسي ګوندونو سره مذاكراتو لپاره د شاه محمود قرېشي او خسرو بختيار پشمول د كمېټئ جوړلو سره وزیراعظم عمران خان به هر 15 ورځې پس د ټاسك فورس د چارو جاج اخلې٬ يو نوكر به نه اخوا كوٶ ، مخالفه ډله هم يوه غٶښتنه كوي چې مقدمې ختمې كړې روغه كوٶ خو داسې به نه كېږي ٬ اوسني حكومت به د احتساب په معامله هېڅ بې غورې نه كوي٬ د پاكپتن د ډي پي او د بدلولو وزيراعظم سره هېڅ تعلق نشته۔ د نهې په ورځ د د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې د غون??ې نه پس د موسمياتي بدلون دوهم وزير امين اسلم سره په ګډه خبرې كنفرنس ده ووئيل دا د وفاقي كابينې درېمه غونډه وه چې پكښې پي ټي آئي په سل ورځني پلان د عمل درآمد او د بېلا بېلو هدفونو ترلاسه كولو لپاره د ټاسك فورس جوړولو د چارو جاج هم واخستې شو۔ وفاقي وزير ووئيل غونډه كښې كابينې د نېشنل بانك چيئرمېن سعید احمد خان د چوكۍ د اخوا كولو م??ظوري وركړې ځكه چې هغه د خزانې پخواني وزير سره په ګډه د اربونو روپو م??ي لانډرنګ كړې او د چوكۍ نه اخوا كولو نه پس به نورې قانوني كاروائۍ ??خ په وړاندې بوتللې شي۔ ده ووئيل كابينې د نېب قوانين كوټلې كولو لپاره بدلون كولو له د قانون او انصاف وزير فروغ نسیم په مشرۍ كښې د ټاسك فورس جوړولو م??ظوري وركړې كوم چې به د نېب قوانين لا كوټلې كولو لپاره خپل سفارشات وړاندې كوي۔ ده ووئيل كابينې د سي پېك منصوبې جاج واخست٬